Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد کرکټ لوبډله نن له بنګله دیش سره د ۲۰اوریزو لوبو پیل کوي

د هېواد کرکټ ملي لوبډله نن ماښام(یک‎شنبې د غبرګولي۱۳مه) د هند  دهرادون ښار د راجیف ګاندي لوبغالي کې د بنګله‎دیش پر وړاندې ۲۰ اوریزه لوبه کوي.

ده په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له کابو یوې نیمې میاشتې راهیسې په هند کې ده او لوبډل مشر، اصغر ستانکزي تېره ورځ د دې لوبو لپاره د پوره چمتووالي خبر ورکړ.

ښاغلي ستانکزي وویل:«د کرکـټ لوبه د لوبډلې سره ترسره کېږي، موږ یوه او دوو لوبغاړو ته نه بلکې د بنګله دیش ټولې لوبډلې ته مو چمتووالی نیولی دی.»

د بنګله دیش کرکټ لوبډل مشر، شکیب‎الحسن په دې اړه وویل:«د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ستاینې وړ ده او د راشد په څېر لوبغاړی چې د نړۍ کرکت غوره توپ اچوونکی دی، دا ښکارندويي کوي.»

ټاکل شوې ده چې افغانستان د روانې زیږدېزې میاشتې په پنځ او اوومې باندې هم له بنګله‎دیش سره دوې نورې ۲۰ اوریزې لوبې ولري او وروسته له د هند سره د ټسټ لوبې لپاره بنګلور ته ولاړه شي.

مخکې له دې هم افغانستان په رسمي ۲۰ اوریزه لوبه کې له بنګله دیش سره مخامخ شوې وه او لوبه یې بایللې وه

شریک یي کړئ