Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پوځ شپږ معلول لوبغاړي، له لوبې وروسته استرالیا کې پاتې شول

په استرالیا کې د معلولینو تر منځ سیالیو ته د افغان پوځ اته کسیزه لوبډله تللې وه، چې شپږ تنه يې هېواد ته له راتلو انکاري شوي دي.

بریتانوۍ ورځپاڼې ډيلي ټلیګراف، په یوه راپور کې ویلي، د افغان پوځ د معلولو ورزشکارانو دا لوبډله د دریو روزونکو په ملتیا استرالیا کې د «ماتې نه منونکي» لوبو ترسره کېدو ته تللي و.

سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې وه دوی د تېرې اوونۍ په وروستیو کې بېرته افغانستان ته ستانه شي، خو شپږو تنو استرالیا کې ځانون پټ کړي دي. 

له دې تښتېدلو لوبغاړو سره یو مرسته کوونکي لوبغاړي ویلي، هغوی دلته د پنا اخیستو هڅې کوي، هغه زیاته کړې: «د هغوی یو تن ویل چې دا لومړی ځل دی چې له افغانستان د باندې سفر کوي او د دې ځای ارامي يې لیدډول بدل کړی دی، هغوی اصلاً دلته د پاتې کېدو په فکر کې نه و، هغوی غوښتل بېرته لاړ شي، خو دې لسو ورځو هغوی بېخې بدل کړل.»

استرالیايي رسنیو ويلي، دغه لوبغاړي د لوبو په وروستیو شېبو کې هم حاضر و، خو وروسته يې ځانونه خوندي کړي دي. 

د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت ويلي د دې لوبغاړو وېزې لا هم د باور وړ دي: «د دې لوبو لوبغاړي او نور چارواکي کولی شي چې د ویزاو تر ختمېدو پورې دلته په قانوني ډول ژوند وکړي.»

تر اوسه کابل په دې اړه څه نه دي ويلي. 

شریک یي کړئ