Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ؛ افغانستان زېمبابوې ته ماته ورکړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې، د شنبې په ورځ (د وږي په ۲۳مه) وتوانېده چې د افغانستان، بنګله‎دېش او زېمبابوې ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د ۲۸ په توپير له زېمبابوې څخه وګټي.

په دغې لوبه کې د توپ‎وهنې په برخه کې افغان لوبډله ښه وځلېده او وتوانېده چې په ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۷ منډې جوړې کړي.

د توپ‎وهنې په برخه کې نجیب‎الله ځدران ښه وځلېد او وتوانېد چې ۶۹ منډې جوړې کړي.

په مقابل کې د توپ اچونې په برخه کې د سیالې لوبډلې لپاره چتارا ښه وځلېد او په دې بریالی شو چې خپل دوه سیالان له لوبې بهر کړي.

خو د زېمبابوې لوبغاړو د توپ‎وهنې په برخه کې لوبه ښه پیل نه کړه او ونه توانېده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر افغان لوبغاړو ته وبایلله.

د توپ وهنې په برخه کې د زېمبابوې لپاره  چیکابویا ښه وځلېد او ۴۲ منډې یې جوړې کړې.

په مقابل کې افغان لوبډلمشر راشدخان وړتیا وښوده او پ دې بریالی شو چې د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي له ډګره بهر کړي.

د دغې لوبې په پای کې نجیب‎الله ځدران د توپ‎وهنې په برخه کې د ښه ځلېدو امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه