Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډله له اتلولۍ وروسته هېواد ته راستنه شوه

د هېواد د کرېکت د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د سې‎شنبې پر ماښام د اسیا جام سیالیو له اتلولۍ سره هېواد ته راستانه شول.

دغه لوبغاړي د راستنېدو پر مهال د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د کرېکټ د ځينو پلویانو له تود هرکلي سره مخامخ شول.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د دغو سیالیو په پای لوبه کې وتوانېده چې پاکستان ته د ۱۸۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړي.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د اسیا د دغې دورې په سیالیو کې وتوانېده چې په ګروپي لوبو کې امارات، پاکستان ته ماتې ورکړي او د سریلانکا په وړاندې ماته ومني او د نیپال په وړاندې نیمه پای لوبې ته ووتله.

د هېواد د کرېکټ لوبډله وتوانېده په نیمه پای لوبه کې په بشپړ ځواک سره نیپال ته ماتې ورکړي او د لومړي ځل لپاره د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړي.

د کرېکټ بورډ رییس لطف الله عاطف مشعل د دغې لوبډلې د راستنېدو د هرکلي پر مهال وویل:«موږ نن دا وښوده که‎چېرې د هېواد ځوانانو ته موکه ورکړل شي میدان ګټي، هغه هېواد چې کلونه په کې جګړه ده او په دې وروستیو کې سره راغونډ شوي او وتوانېدو د اسیا اتل شو.»

د ښار جوړونې وزیر سید سعادات منصور نادري په دې اړه وویل:«زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی چې موږ نوی نسل او زموږ راتلونکی چې همدغه د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډله ده د اسیا اتله شوه په اصل کې دوی د نړۍ اتلان دي.»

د ولسي جرګې غړي نظیر احمدزي هم څرګنده کړه:«کرېکت یوازې بېټ او بال نه دی، بلکې کرېکټ هغه لوبه ده چې د افغانستان نوم او درې رنګه بیرغ په ټولې نړۍ کې رپوي.»

د ټرانسپورټ وزارت سرپرست عبدالحمید طهماسي وویل:«زموږ ځوانانو اسیا او نړۍ ته وښوده چې زموږ ځوانان د بریا لپاره ځواک او پیاوړی هوډ لري او کولای شي په ټولو برخو کې د افغانستان بیرغ ورپوي.»

د دغو مراسمو په پای کې چې د کرېکټ په بورډ کې ترسره شوي وو، د لوبغاړو او د لوبډلې د فني کدرونو لپاره نغدي جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

شریک یي کړئ