Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرېکټ غوره لیګ؛ پکتیا لوبډلې، کندهار لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې، چې عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي، د پکتیا لوبډله وتوانېده چې د ۹ منډو په توپیر سره کندهار لوبډلې ته ماتې ورکړي.

پکتیا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۲۷ منډې جوړې کړې خو د کندهار لوبډله ونه توانېده چې دغه هدف پوره کړي.

د کندهار لوبډله وتوانېده چې د ۹ لوبغاړو له سوځېدو سره یوازې ۱۱۸ منډې جوړې او لوبه وبایلي.

د دغې لوبې په پای کې، اندانا د ښې توپوهنې له امله د غوره لوبغاړي لقب خپل کړ.

د دغو سیالیو په بله لوبه کې، د ننګرهار لوبډله وتوانېده چې د ۱۵ منډو په توپیر د کابل ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړي.

په دغې سیالۍ کې د ننګرهار لوبډلې، لوبغاړی رحمت شاه زرمتی د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو په لړ کې، نن شنبې (د تلې په ۲۱مه) هم دوه لوبې ترسره شي. چې په لومړۍ لوبه کې به د بلخ لوبډله د پکتیا په وړاندې بخت وازمايي او په دویمه لوبه کې به د کندهار لوبډله د ننګرهار په وړاندې ډګر ته ورودانګي.

شریک یي کړئ