Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشدخان: اصغر افغان باید د لوبډلمشر په توګه پاتې شي

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان ارمان، چې اوس د هند د کرېکت غوره لیګ سن‎رایزرس لوبډله کې لوبېږي، د هېواد د کرېکټ بورډ له پرېکړې څو ساعته وروسته له لوبډلمشرۍ د اصغر افغان له لیرې کېدو سره مخالفت وښود او هغه یې نامسوولانه کړنه وبلله.

راشد خان په یوه ټویټ کې لیکلي چې هغه د کرېکت بورډ له پرېکړې سره چې هغه یې د شل اوریزو سیالیو د لوبډلمشر په توګه ټاکلی مخالف دی.

هغه وویل چې دا کړنه به په نړیوال جام سیالیو کې د لوبغاړو پر کړنې منفي اغېزه وکړي.

هغه زیاته کړه:«لکه څرنګه چې موږ د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لور روان یوو، اصغر افغان باید د لوبډلمشر په توګه پاتې شي. د هغه لوبډلمشري د لوبډلې د بریا لپاره ډېره اړینه ده.»

هغه همدارنګه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي:«د لوبډلمشر بدلون به لوبډله له سر ورکۍ سره مخ کړي او د لوبډلې روحیه به اغېزمنه کړي.»

د کرېکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی محمد نبي چې له اصغر افغان مخکې لوبډلمشر و، هم د دغې پرېکړې په وړاندې غبرګون ښودلی او په یوه ټویټ کې یې ویلي چې دا پرېکړه سمه نه ده.

هغه ویلي:«د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د یوه لوړپوړي غړي په توګه چې د افغانستان د ودې شاهد یم، فکر نه کوم چې اوس د لوبډلمشر د بدلون لپاره ښه وخت وي. زموږ لوبډلې د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې ښه پرمختګونه لرلي دي. زه شخصاً په دې ان یم چې هغه (اصغر افغان) زموږ د رهبرۍ لپاره وړ کس دی.»

د هېواد د کرېکت بورډ نن جمعه (د وري په ۱۶ مه) په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه ګوښه کړل شوی دی.

د ښاغلي افغان پر ځای په یو ورځنیو لوبو کې ګلبدین نایب، په شل اوریزو لوبو کې راشدخان ارمان او په ټسټ یا پنځو ورځنیو لوبو کې رحمت شاه زرمتی د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي چې دا پرېکړه د روان کال په لړ کې انګلستان کې د پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو د چمتووالي لپاره نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله نړیوال جام سیالیو چمتووالي لپاره سوېلي افریقا ته په سفر ولاړل.

شریک یي کړئ