د هېواد د کرېکټ ملي لوبغاړی راشدخان ارمان، د یو مېلیون او ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت د هند د غوره لیګ «سن رایزر» حیدراباد لوبډلې له خوا وپېرل شو.
راشد خان دمګړۍ، د اسټرالیا د کرېکټ غوره لیګ په «اډلیډ سټرایکرز» لوبډلې که لوبه کوي او ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ په دغه لیګ کې په نیمه پای لوبه کې له حضوره وروسته، د زېمبابوې په وړاندې د چمتووالي لپاره اماراتو ته ولاړ شي.
دغه لوبغاړی تېر کال د هند «سنرایزرز»حیدراباد په ۴۰۰ زره هندي کلدارو پېرلی وه.
د هند د کرېکټ غوره لیګ د دواطلبۍ لپاره د افغانستان ۹ لوبغاړي هم غوره کړل شوي او ټاکل شوې ده سبا په د دواطلبۍ په دویمې او وروستۍ ورځ، د دغو لوبغاړو برخلیک هم مالوم شي.