Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشد خان د هند غوره لیګ کې د درېیم ځل لپاره غوره لوبغاړی شو

افغان کرکټ لوبغاړي، راشد خان آرمان چې د هند کرکټ غوره لیګ کې د سن‎رایزرس حیدرآباد لوبډلې سره لوبه کوي تېره شپه(شنبې د غويي۱۷مه) د ډیلي ډیولس لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ماته وخوړه.

له دې بریا سره سن‎رایزرس د دې لیګ نوملړ په سر کې راغله.

دا لوبه د هند حیدر آباد په راجیف ګاندي لوبغالي کې ترسره شوه.

د ډيلي ډیوس سره د سن رایزرس لوبه کې راشد خان وتوانید چې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي د ۲۳ منډو په ورکړې وسوځوي.

لومړي ډيلي لوبه پیل کړه او په ۲۰ اورونو کې چې ۵ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو ۱۶۴ منډې موخه سن رایزرس ته وټاکله.

دوی هم په ۱۹ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو لوبه وګټله.

د اي اس پي ان د راپور له مخې راشد خان د ۱۴۷ ویکټو سره وروسته له ۱۰۰ ۲۰ اوریزو لوبو د توپ اچونې نوملړ کې دوهم ځای لري، دا په داسې حال کې ده چې اندونیزیايي لوبغاړی، کریشام سانتوکي د ۱۵۸ ویکټو سره لا هم لومړي ځای لري.

حیدر آباد له دې لوبې سره ۱۴ امتیازه په ۹ لوبو کې لري او په نوملړ کې لومړی ځای.

د سوپرکینګ چنای لوبډله د ۱۴ امتیازو او ۱۰ لوبو سره دوهم او نایټ رایدرس د ۱۰ امتیازو او ۹ لوبو سره درېیم ځای د هند غوره لیګ لوبو په نوملړ کې لري.
 
د تېرې شپې لوبې سره چې سن رایزرس د ډیلي ډیوس پر وړاندې وه، راشد خان د درېیم ځل لپاره وتوانید چې د هند دې غوره لیګ کې د لوبې غوره لوبغاړی شي

شریک یي کړئ