Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راشد خان د یو ورځنیو سیالیو نړیوال رېنکېنګ کې لومړی مقام خپل کړ

د هېواد د کرېکټ نامتو او پیاوړي سوکه توپ اچوونکي راشد خان د کرېکټ توپ اچوونکو د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال رېنکینګ کې لومړی مقام خپل کړ.

 د کرېکټ نړیوالې شورا نن سې شنبې «د کب په ۱ نېټه» په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې راشد خان د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځوان لوبغاړی دی چې د نړیوالې شورا غوره توپ اچوونکي لومړی مقام خپلوي.

 نوموړي په تېرو ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ ویکټو په ترلاسه کولو د ۷۸۷ منډو په لرلو سره د یو ورځنیو سیالیو لومړی مقام خپل کړ او د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځوان لوبغاړی شو چې لومړی مقام ترلاسه کوي.

 له ده وړاندې هېڅ کوم لوبغاړی نه په توپ وهنه نه توپ اچونه او نه هم په الراونډرانو کې توانېدلی چې په دومره کم عمر کې لومړی مقام خپل کړي.

 راشد خان دغه غوره او تاریخي مقام هغه وخت ترلاسه کړ، چې تېره ورځ د افغانستان ملي لوبډلې زېمبابوې ته په پنځو یو ورځنیو سیالیو کې په څلور یو ماتې ورکړه، چې نوموړي په دغه لوبه کې اقتصادي توپ اچونه وکړه او درې ویکټې یې هم ترلاسه کړې.

هغه همدا ډول په تېرو پنځو لوبو کې په ټول کې ۱۶ ویکټې اخیستې دي. په دغه ریکارډ کې د کرېکټ نړیواله شورا وايي چې راشد خان د ځوان پاکستاني توپ اچړونکي ثقلین مشتاق دغه ریکارډ مات کړ او لومړی مقام یې خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا همدارنګه ویلي دي چې راشد خان له ثقلین مشتاق څخه د ۵۹۱ ورځو له کم عمر سره دا ریکارډ په خپل نوم کړ.

راشدخان همدارنګه د هند چټک توپ اچوونکي جېسپیرټ بومرا هم شاته پرېښود، بومرا په ۳۷ یو ورځنیو لوبو کې ۶۴ ویکټې او راشد خان په ۳۷ یو ورځنیو لوبو کې ۸۶ ویکټې ترلاسه کړي او د نړۍ لومړی مقام یې خپل کړی دی.

شریک یي کړئ