Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رونالډو د ګلوب ساکر غوره نړیوال لوبغاړی شو

د ۲۰۱۷ کال د ګلوب ساکر په اتم پړاو مراسمو کې چې په اماراتو کې ترسره شوي وو، د ریامادرید پرتګالي ستوری کرېستیانو رونالدو په نړۍ کې د کال غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

دا په داسې حال کې ده چې رونالډو په روان کال کې د فرانس فوټبال له خوا هم د نړۍ غوره لوبغاړی وپېژندل شو او د طلا توپ یې ترلاسه کړ.

هغه، د فیفا له خوا هم د دغه بریا ترلاسه کړه او دا په داسې حال کې ده چې د کال په اوږدو کې هغه  بېلابېلې ټیمې عنوانونه هم خپل کړي. اوس پرتګالي ستوری د دې مدعي دی چې په کور کې د ډېرو  لقبونو او جایزو لپاره ځای لري.

کرېسټیانو رونالډو په دې اړه وویل:«فوق العاده شېبې دي او خوشحاله یم چې دا لقب مې ترلاسه کړ. لېواله یم چې له خپل روزونکي، لوبډلوالو او ریال ماډریډ څخه مننه وکړم او همدارنګه له هغو کسانو څخه چې ما ته یې رایه را کړې ده او له ما څخه تمه لري چې راتلونکی کال هم دا بهیر ولرم.»

په دغو مراسمونو کې نورې جایزې هم ورکړل شوې چې د کال د غوره  سر روزونکي جایزه د ریال ماډریډ روزونکي زین‎الدین زیدان ته ورکړل شوه .

په دغو مراسمو کې، ریال ماډریډ همدارنګه د کال غوره لوبډله هم وپېژندل شوه او همدارنګه د یوې اوږدې مودې او ګډ ورزشي کار لپاره د بارسلونا پخواني لوبډلمشر کارلس پویول او د روم اسطورې فرانچسکو ټوټي ته ورکړل شول.

د اوږدې مودې لپاره د بریالي روزونکي جایزه مشهور ایټالیايي مارچلو لیپي ته ورکړل شوه. سعودي عربستان، غوره لوبډله او هکټور کوپر، د مصر د ملي لوبډلې او د عربي لوبډلو د ۲۰۱۷ کال د غوره سر روزونکي نوم خپل کړ.  

همدارنګه فلیکس برېش الماني، د کال غوره داور او لالیګا د نړۍ غوره لیګ ونومول شول

د کال د غوره پروګرام  جایزه یو ځل بیا مشهوره پرتګالي ژرژ مندس ته ورسېد او د غوره مدیر لقب هم د موناکو نایت رییس وادیم واسیلیف ته ورکړل شو.

شریک یي کړئ