Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ریال ماډرید د څلورم ځل لپاره د نړۍ کلپونو جام اتلولي خپله کړه

ریال ماډریډ د اماراتو العین لوبډلې په وړاندې د نړۍ کلپونو جام اتلولي خپله کړه.

د العین او ریال ماډریډ لوبډلو لوبه د شنبې پر شپه د ابوظبۍ په زاید لوبغالي کې ترسره شوه او ریال ماډریډ څلور پر یوه العین لوبډلې ته ماتې ورکړه.

لوکا مودریچ په لومړۍ نیمايي کې د ریال لپاره لومړنۍ ګول وواهه او مارکوس یورنټه د لوبې په ۶۰ مې دقیقې کې دویم ګول ترسره کړل.

د دغې لوبې درېیم ګول بیا راموس د ریال ماډریډ اسپانوي مدافع د لوبې په ۷۹ دقیقې کې وواهه.

د لوبې په اوږدو کې، د العین لوبغاړو هڅه وکړه خو وتوانېدل چې یوازې یو ګول ووهي. د لوبې په وروستیو شېبو کې د العین لوبغاړي په تېروتنې سره په خپله دروازه ګول وواهه، په دې ترتطب سره ریال ماډریډ څلور پر یوه العین ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د۲۱۰۸ کال د نړی کلپونو جام سیالیو په پای لوبه کې د اماراتو العین لوبډله د دغو سیالیو له کوربتوب او حیرانتیا سره ځان دغه پړاو ته رسولی و، تېره شپه د ابوظبۍ زاید لوبغاړي کې د ریال په وړاندې ماتې وخوړه.

شریک یي کړئ