Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ساحلي فوټبال ملي لوبډله لوبو کې د ګډون په پار ټایلنډ ته ولاړه

د هېواد ساحلي فوټبال ملي لوبډله څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون په موخه نن(یک شنبې د تلې لومړۍ) تایلند ته ولاړه.

دا سیالۍ د روانې زیږدیز میاشتې، سپټمبر له ۲۷ تر ۲۹ پورې په ټایلنډ کې ترسره کېږي.

څلوراړخیزو سیالیو کې د افغانستان، انګلستان، مالیزیا او کوربه هېواد، ټایلنډ لوبدلې ګډون کوي.

د هېواد د ساحلي فوټبال کمېټې رئیس، روح الله رستګار په دې اړه وايي:«دا سیالۍ مهمې دي؛ موږ غواړو له دې سیالیو ښه تجربه ترلاسه کړو، ځکه چې شپږ میاشتې وروسته د نړیوالو سیالیو مقدماتي لوبې دي، له دې تجربې سره به هڅه وکړو چې نړیوالو لوبو کې مخې ته ولاړ شو.»

ټاکل شوې چې د هېواد ملي لوبډله د روانې میاشتې په اوه ویشتم له انګلستان او په اتلسم له مالیزیا او پر شلمې هم له تایلند سره خپل بخه و ازمايي.

د هېواد ساحلي فوټبال ملي لوبډلې مسؤولین وايي چې د هېواد سپورټي کاروان ۱۲ غړي لري او له انګلستان، تایلند او مالیزیا سره به لوبې وکړي

شریک یي کړئ