Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیربهادر زاده خپل برازیلي سیال ناک‎اوټ کړ

د آزادو سپورټي لوبو افغان لوبغاړي سیر بهادرزاده نن(یک‎شنبې د غويي۲مه) د آزادو لوبو په لوی بنسټ کې له خپل برازیلي سیال، لوان چګاس سره لوبه وکړه چې په دوهم رونډ کې یې وروسته له ۲ دقیقو او ۴۰ ثانیو ناک‎اوټ کړ.

مخکې له دې ده خپل ۱۳ سیالان ناک‎اوټ کړي وو او دا یې ۱۴ ځل وه.

نوموړی په خپل سپورټي ژوند کې ۲۳بریاوې، ۶ماتې لري چې یوه لوبه یې هم مساوي کړې ده.

لوان چګاس هم تر اوسه پورې ۱۵ لوبې ګټلې، دوه یې بایللې او یوه یې هم مساوي کړې ده.

سیربهادرزاده په دې اړه وویل:«یو عالي احساس دی. دې لوبو ته د راتګ لپاره مې ستونزه درولده. د دوو درېیو اوونیو لپاره مې تمرین نشوو کولی. خو هغه مې له روزونکو پټ کړ. که پوه شوي وو چې داسې لویه ستونزه لرم نو لوبې ته یې نه پرېښودم.»

دا لوبې د نیوجرسي په ایالت کې لوی لوبغالي کي ترسره شوې چې د ۱۵ زرو کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.
 
دا سیالۍ چې د امریکا متحده ایالاتونو په نیوجرسي کې ترسه شوه، سیر بهادرزاده وتوانید چې خپل برازیلي سیال ته په ۲ دقیقو او ۴۰ ثانیو کې ماته ورکړي

شریک یي کړئ