Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طوفان هریرود د فوټبال غوره لیګ د اتم پړاو اتلولي خپله کړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو پای لوبه نن ماښام (جمعه د وږي په ۲۹مه) د شاهین اسمايي او طوفان هریردو ترمنځ ترسره شوه.

طوفان هریردو لوبډله وتوانېده چې د ۰-‍۱ په وړاندې شاهین اسمايي لوبډلې ته ماتې ورکړي د غوره لیګ د دغه پړاو اتلولي خپله کړي.

دواړو لوبډلو لوبه ښه پیل کړه خو په لومړۍ نیمه کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو چانس ترلاسه نه کړ او د لوبې لومړۍ نیمايي صفر د صفر په وړاندې پای ته ورسېده.

د لومړۍ نیمايي په اضافي وختونو کې طوفان هریردو لوبه توپاني پیل کړه او وتوانېدل چې د حاتم شېردل په واسطه ګول ووهي.

د دویمې نیمايي په وروستیو دقیقو کې د شاهین اسمايي لوبغاړي امان الله سرداري له سیال لوبغاړي سره تر شخړې وروسته دویم ژېړ کارټ ترلاسه کړ او له لوبې ویستل شو لوبه ۰-۱ له پایلې سره د طوفان هریردو په ګټه پای ته ورسېده.

دا سیالۍ د زمري په ۲۹مه پیل شوې وې. په دې پړاو سیالیو کې اتو لوبغاړو د افغانستان له اتو حوزو ګډون کړی وو.

د دغې لوبې په لومړي ګروپ کې د طوفان‎ هریردو، میوند اتلان، موج های امو او سیمرغ البرز لوبډلې وې، او په دویم ګروپ کې د شاهین اسمايي، اباسین څپېو سپین غربازان او عقابان هندوکش لوبډلې وې.

تېر کال هم طوفان هریرود لوبډله توانېدلې وه چې د لومړی مقام خپل کړي.

شریک یي کړئ