Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالعظیم بدخشي خپل جرمن سیال ناک‎اوټ کړ

د آزادو مبارزو افغان لوبغاړي، عبدالعظیم تېره شپه د «سوپرلیګ فایټ» لوبو کې چې هند کې په لاره اچول شوې وې، خپل جرمن سیال، ساسشا شرما سره مخامخ شو او په درېیم روند کې یې ناک‎اوټ کړ، بریا یې خپله کړه.

ساسشا شرما چې هندي الاصله جرمن دی په دې لوبو کې یې له آلمان څخه ګډون کړی وه او تېره شپه یې وبایلله.

نوموړي له ۱۸ لوبو څخه ۱۴ ګټلې دي.

ښاغلي بدخشي مخکې له دې اوه ځله لوبه کړې ده او یوازې یوه یې بایللې ده.

د لوبې په پیل کې ټولو فکر کاوه چې شرما به د لوبې ګټونکی وي او له دوو لومړیو روڼدونو کې یې ډېرې نمبرې واخیستي، خو په درېیم رونډ کې افغان لوبغاړي په زانګون ګوزار ورکړ او هغه ناک اوټ کړ.

بدخشي له دې سره ۶ پوره امتیازه ترلاسه کړل.

وروسته له دې چې عبدالعظیم بدخشي خپل جرمن سیال ته په ګونډې ګوزار ورکړ او لامل شو چې روغتون ته ولېږدول شي

شریک یي کړئ