Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالعظیم بدخشی نن شپه د خپل روسي سیال په وړاندې ډګر ته وردانګي

د هېواد د ازادو مبارزو(فري فایټ) لوبغاړی عبدالعظیم بدخشی نن شپه د عقاب د نړیوال سازمان د ۸۶ پړاو سیالیو په لړ کې د خپل روسي سیال دینس کاناکوف پر وړاندې د لوبې ډګر ته وردانګي.

 دا په داسې حال کې ده چې ۲۷ کلن کاناکوف تر اوسه له خپلو اتو سیالانو لوبې ګټلي او یوازې یوه سیالي یې بایللې ده. هغه خپل شپږ سیالان ناک اوټ کړي دي او دوه نورې بریاوې یې په لوړو نومرو ګټلې دي.

بلخوا بیا ۲۲ کلن عبدالعظیم بدخشي هم تر اوسه اته سیالۍ ګټلي دي چې خپل شپږ لوبغاړي یې ناک اوټ کړي دي او خپل دوه سیالان یې په سبمیشن سره تسلیم کړي دي.

بدخشی په خپله کارنامه کې تر اوسه یوازې یوه ماته لري.

بدخشی له خپلو هېوادوالو غواړي چې د بریا دعا ورته وکړي هغه په دې اړه وايي:« ګرانو هېوادوالو، را ته دعا وکړئ ترڅو د هېواد درې رنګه بیرغ په هسکو ورپوم.»

دا سیالۍ نن شپه په اوو بجو مسکو ښار کې  د روسیې د المپيک په پنځه دیرش زره کسیز لوبغالي کې ترسره کېږي؛ د سازمان دا سیالي درمل لاهو تنظیم کړې ده.

ښاغلی درمل په دې اړه وايي:«بدخشي په کابل کې خپل تمرینات ښه په مخ بیولي دي او وروسته دلته (مسکو)، موږ ورته ښه روزونکي په واک کې ورکړل او انشاالله کولای شي په قفس کې ښه وځلېږي او افغانستان ته خوښۍ ډالۍ کړي.»

شریک یي کړئ