د ولسمشر غني د یوه حکم له مخې، عزیزالله فضلي د افغانستان د کریکټ بورډ د نوي رئیس په توګه ګمارل شوی دی.
مخکې له دې د بورډ رئیس، شکرالله عاطف مشعل وو.
ښاغلي مشعل نن(چهارشنبه د وږي۲۸مه) عزیزالله فضلي په رسمي توګه د کریکټ بورډ د نوی رئیس په توګه معرفي کړ.
عاطف مشعل کابو دوه کاله مخکې د ولسمشر لخوا د کرکټ د عمومي رئیس په توګه ګمارل شوی وو.