Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لس اوریزو لوبو کې د حضرت ځاځي ښه ځلېدنه

په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ نړیوالو لوبو په بهیر کې تېره شپه(جمعه د لیندۍ په دوهمه نېټه) درې لوبې ترسره شوې.

لومړۍ لوبه راجپوت او پښتون، دوهمه د بنګال ټایګرز او مراتا عربینز، دریمه هم د نورټرن وریوز او د پنجاپ لجندز تر منځ وشوه. چې په وار سره پښتون، مراټا عربینز او نورټرن وریوز خپلو سیالانو ته ماته ورکړه.

په داسې حال کې چې د کریکټ لس اوریزو لوبو کې د هېواد ۱۶ لوبغاړي لوبه کوي، حضرت ځاځي د ماراټا عربینز لپاره ښه لوبه وکړه او تېره شپه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نوموړي خپلې لوبډلې ته ۷۶ منډې جوړې کړې.

بله لوبه کې پښتون لوبډلې چې شفیق الله شفق ،شرف الدین اشرف، ګلبدین نایب او شاپور ځدران  په کې لوبه کوي، خپلې سیالې لوبډلې راجپوت ته د ۹ ویکټو په توپير سره ماته ورکړه.

دریمه لوبه کې هم نارترین  لوبډلې چې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف ټاکنل وو د ۹۹ منډو په توپير وګټله.

لس اوریزو لوبو کې د حضرت ځاځي ښه ځلېدنه

د کریکټ لس اوریزې لوبو کې ۱۶ افغان لوبغاړي په بېلابیلو لوبډلو کې لوبه کوي. ټاکل شوې دا لوبې د ډسبمر میاشتې په دوهمه پایته ورسیږي

شریک یي کړئ