د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۸ زیږدیز کال نړیوالو لوبو ته د لارموندنې په موخه لوبه کې نن(یکشنبې د کب۱۳مه) غرمه مهال کابو دولس بجې د سکاټلنډ پر وړاندې لوبه پیل کړه.
د لوبې پچه سکاټلند وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړۍ توپ اچوونه وکړي.
د دي لوبو کوربه زمبابوي هېواد دی.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې روزونکي، فلیپ سمینس ویلي دي چې لوبډله یې پوره چمتووالی لري. ده زیاته کړې ده:«موږ د لوبو ارزښت لپاره ډېر لېواله یوو.»
نوموړي زیاته کړې ده:«داصلاح لپاره موږ د علاقې لوبډله نه یوو او ویسټ انډيز چې لوبه لوبډله ده د علاقې وړ ده. تاسو نشئ کولی چې له هالند، ایرلنډ او زمبابوې سترګې پټې کړئ.»
تېره اوونۍ افغانستان په عربي متحده اماراتو شارجې کې له زمبابوې سره پنځه پنځوس اوریزې لوبې درلودې چې له ډلې یې څلور افغانستان او یوه سیالې لوبډلې وګټله.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپټان ناروغ دی او پر ځای یې راشد آرمان دا مسوؤلیت پر غاړه لري.
له دې سره راشد ارمان د کرکټ تر ټولو ځوان کپټان بلل کېږي.