Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د نجونو د فوټسال غوره‎لیګ د غوراوي سیالیو پای

په پلازمېنه کې د هېواد د نجونو د فوټبال لیګ  د غوراوي سیالیو  پای لوبه د توانا او استقلال د پیاوړو لوبدلو تر منځ ترسره شوه چې بالاخره د استقلال لوبډلې د توانا لوبډلې ته د دوه – صفر له پایلې سره ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

د دغو اتو لوبډلو له منځه د استقلال، اینده سازانو او توانا لوبډو وکړای شول چې د هېواد د نجونو د فوټسال په غوره لیګ کې د حضور لپاره جواز ترلاسه کړي.

د فوټبال فډراسیون د ښځينه کمېټې مسووله خاټول شهزاد وايي:«د دغو سیالیو له ترسره کولو وروسته موږ به د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې سیالۍ ترسره کړو.»

په دغو سیالیو کې د استقلال لوبغاړې مونا امیني د تر ټولو غوره لوبغاړې نوم خپل کړ او د توانا لوبدلې لوبغاړې منيژې د لسو ګولونو په ترسره کولو سره د لوبو تر ټولو غوره ګول وهونکې شوه.

مونا امیني په دې اړه څرګنده کړه:«خوشحاله یم چې په دغه پړاو سیالیو کې وتوانېدم د غوره لوبغاړي لقب خپل کړم.»

د توانا فوټسال لوبډلې لوبغاړې زهرا دلدار وايي:«د دا شان ټورنمټونو جوړېدل کولای شي چې د ښځو فوټسال ته وده ورکړي.»

د کابل ښار د نجونو د فوټسال سیالۍ د کابل د اتو لوبدلو په ګډون د افغانستان د فوټسال غوره لیک سیالیو ته د پلازمېنې د زون د لوبدلې د ټاکلو لپاره  تیره اوونۍ  پېل شوې وې چې په پای کې استقلال، آینده سازان،او توانا لوبډلو  د نجونو د فوټسال غوره لیک سیالیو ته لاره ومونده .

طلوع نیوز

شریک یي کړئ