د کندهار د کرېکټ لوبغالی چې درې میاشتې مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د هېواد په کچه یو له معیاري لوبغالو څخه دی.
هند د دغه لوبغالي د رغونې لومړنۍ برخه د یو نیم کال په اوږدو او د ۷۰۰ زره ډالرو په لګښت پای ته ورسوله.
د کندهار ولایت د کرېکټ لوبغالی د هند په مالي مرستو جوړ شوی چې د هېواد د کرېکټ له څلورو معیاري لوبغالو څخه شمېرل کېږي.
د طلوع نیوز خبریال عبدالله همیم وايي چې د دغه نړیوال لوبغالي د جوړېدو لومړنۍ چارې په شل جریبه ځمکه د یو کال په موده کې د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پيل شوې وې چې اوس پای ته رسېدلي دي.
د دغه لوبغالي تر څنګ چې اوسمهال د اوو تر اتو زره ننداره چیانو ځای لري تمه کېږي چې په نړیوالو معیارونو برابره یوه اکاډومي هم نېږدې راتلونکې کې جوړه شي.
د هېواد د سوېلي زون د کرېکټ بورډ مسوول مسعود رحماني په دې اړه څرګنده کړه:«دا لوبغالی چې د ملګري هېواد هند په مرسته جوړ شوی، کابو یونیم مېلیون ډالر ورته ځانګړي شوي وو چې ۷۰۰ زره ډالر یې لګول شوي دي.»
د کرېکټ دا لوبغالی د کندهار عینو مینه کې جوړ شوی او د هېواد په سوېلي سیمو کې یوازینی نړیوال لوبغالی شمېرل کېږي.