Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا کې د ۴۵ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر سیالۍ

په پکتیا کې د ۴۵ لوبغاړو ترمنځه د سونکر سیالۍ ترسره شوې. په دې ولایت کې د سونکر لوبغاړي وايي که د دوی د روزنې په برخې ته پام وشي، نو کولی شي چې په هېواد کې د ننه او بهیر لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

دوی په دغه ولایت کې د سونکر معیاري ځای له نشتوالي شکایت کوي او د سونکر مرکزي فدراسون څخه غواړي چې ستونزو ته یې جدي پام وکړي.

اته ویشت کلن زلمي احمدزي د سونکر لوبه په پاکستان کې زده کړې ده او د اووه کالو راهسې د سونکر لوبه کوي.

پکتیا ولایت کې د سنوکر لوبغاړي وايي  هېواد کې د ننه او بهر یې په زیاتو سیالیو کې کډون کړی دی. دی له سونکر مرکزي فدراسیون څخه غواړي چې د پکتیا څخه د سونکر ملي لوبډلې ته لوبغاړي وټاکي.

د سنوکر لوبغاړی، زلمی احمدزی وايي:«د پکتیا له نمایندګۍ ځوانان کم دي، موږ د المپیک له ادارې غواړو چې موږ سره همکاري وکړي. زموږ د کلبونو حالت ښه نه دی، او غواړو چې راسره مرسته وشي.»

د سنوکر لوبغاړی، شیرین ځاځی:«موږ غواړو چې لوبې وکړو، او دلته ډېر داسې استعدادونه شته چې ښه لوبه کوي، موږ غواړو نړۍ ته ښکاره کړو چې دلته هم لوبغاړي شته.»

په پکتیا کې د سونکر لوبغاړي وايي په دغه ولایت کې د سونکر د لوبې لپاره مناسب ځای نه لري. دوی له مرکزي فدراسیون څخه غواړي چې په دغه ولایت کې د سونکر یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.

د سنوکر بل لوبغاړی، نورالله وايي:«موږ غواړو چې موږ ته د تمرین کلبونه جوړ شي، تر څو راتلونکي کې موږ وکولی شو نورو ولایتونو سره سیالۍ ولرو.»

په پکتیا کې د سونکر مرکزي فدراسیون استازی، امید فریادي وايي:«زموږ د سنوکر مرکزي فدراسیون نه هیله ده چې موږ ته توجه وکړي، موږ داسې لوبغاړي لرو چې پاکستان کې کډوال وو او هلته یې لوبې زده کړې دي. موږ غواړو چې زمینه برابره شي تر څو د پکتیا ولایت نه هم ځوانان په لوبو کې ګډون وکړی شي.»

د یادونې وړ ده په پکتیا کې د لومړي ځل د ۴۵ لوبغاړو ترمنځه د سونکر سیالۍ ترسره شوې ترڅو په هېواد کې د ننه د سیالیو لپاره د پکتیا ولایت لپاره منتخبه لوبډله وټاکي.

په پکتیا کې د سونکر لوبغاړي وايي په دغه ولایت کې د سونکر د لوبې لپاره مناسب ځای نه لري او له مرکزي فدراسیون نه غواړي چې د سونکر یو معیاري لوبغالی جوړ کړي

شریک یي کړئ