Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ژمنیو لوبو ته د لا زیات پام په موخه د سنوبرد لوبې

د هېواد سنوبرد فدراسیون لوبغاړي له مرکز او ولایتونو کابل کې سره راټول شوي او د واورې له اورښته هرکلي او د یادې لوبې تمرین کوي.

دوی ژمنیو لوبو ته د زیات پام کولو په موخه د کابل په کوروغ غرونو کې خپل تمرینونه پیل کړل.

د سنوبرد د فدراسیون رییس، احمد رومل حیات وايي:«سنو برد فري سټایل او فري رایډ برخې لري، موږ هیله لرو چې په افغانستان کې د دې لوبې د ښې راتلونکې لپاره یو ښه چاپېریال رامنځته کړو.»

دا لوبغاړي وايي که ورته زمینه برابره شي او اسانتیاوې په واک کې ورکړل شي، نو کولی شي له هېواده بهر هم په لوبو کې ګډون وکړي.

د سنوبرد لوبغاړی، عطیع الله محمدي وايي:«دا د خوشالی ځای دی، دا چې موږ کولی شو دلته په مسلکي توګه خپل تمرین کوو، هیله لرو چې نړیوالو لوبو کې هم ګډون وکړو.»

احمد سروش زیاتوي:«یو شمېر ځانګړي تمریونونه دي چې مارپیچ او جمپ ورته وايي، دلته مو په ښه توګه زده کړل، که داسې تمرین وکړو نو کولی شو په ملي څه چې په نړیوالو لوبو کې هم ګډون وکړو.»

دوی چې په ډېرو ابتدايي اسانتیاو تمرین کوي، له ښکېلو اداروغواړي چې د ژمنیو لوبو ودې ته هم پام وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د سنوبرد فدراسیون د جوړېدو راهیسې د دې لوبې لوبغاړو یوازې یو ځل پاکستان کې د سنوبرد په لوبو کې ګډون کړی دی.
 
د هېواد د سنوبرد لوبغاړي وايي که زمینه ورته برابره شي، نو د ملي لوبو ترڅنګ کولي شي په نړیوالو لوبو کې هم ګډون وکړي

شریک یي کړئ