Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د سنوکر ملي لوبغاړو د غوراي سیالۍ ترسره شوې

نن چهارشنبې (د زمري په ۱۷ مه) د سنوکر ۸ لوبغاړو د اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره د ملي لوبډلې په غوراوي سیالیو کې حضور پیدا کړ.

د اسیا جام سیالۍ چې د روان کال په سپټمبر کې په قطر کې ترسره کېږي، له افغانستانه به څلور ملي لوبغاړي ګډون وکړي.

د سنوکر فډراسیون رییس محبوب دارابي په دې اړه وویل:«موږ ډېر ژر ځوانان تنیکي ځوانان او هغه موږ هغه پټ استعدادونه چې د سنوکر په سپورټ کې دي په ګوته او وکړای شو هېواد ته ښې لاسته راوړنې راوړو.»

د سنوکر ملي لوبډلې غړی صالح محمد محمدي وايي:«زموږ موخه د سنوکر څانګې وده ده. موږ په نېږدې راتلونکي کې سیالۍ ترسره کوو او د سنوکر سپورټ ته وده ورکوو.»

د ملي لوبډلې بل غړی محمد رییس سینزی هم څرګندوي:«موږ د دغو سیالیو لپاره چې په قطر کې ترسره کېږي غوره شوی یم او نور لوبغاړي هم شته هیله لرو چې وکړای شو یوه ښه لاسته راوړنه ولرو.»

ټاکل شوې ده چې د اسیايي سنوکر لوبډلې شپږ توپه او اوه توپه، شپږم پړاو سیالۍ د څه باندې ۲۰ اسیايي هېوادونو له حضور سره د وږي له ۲۸ څخه پیل او د تلې تر درېیمه دوام پیدا کړي.

شریک یي کړئ