کابل کې د مېرمنو د باولینګ اتلولۍ سیالیو دوم پړاو د مارچ اتمې، د نړۍ ښځو د پیوستون په مناسبت کابل کې ترسره شوې.
په دغو یو ورځنیو سیالیو کې، د کابل او د هېواد د نورو ښارونو ۱۶ لوبغاړو ګډون کړی وو.
د دغو سیالیو په پای کې، زحل بیات د ۱۸۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، سونیا سلطاني د ۱۶۳ امتیازونو سره دویم، او مریم مهر هم د ۱۱۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
د باولینګ فډراسیون کمېسیون چارواکي وايي هڅه کوي چې د داراز سیالیو په ترسراوي سره دغې لوبې ته وده ورکړي.
د دغې سپورټي څانګې د اتلولۍ لومړی پړاو، موده وړاندې هېواد کې د وارې وارښتونو د هرکلي په پار ترسره شوې وې.