Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرېکټ بورډ ملي لوبډلې ته تازه څېرې ورپېژني

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغې کمېټې د هغو لوبغاړو نوملړ چې ټاکل شوې ده د دوه اوونیو تمریناتو لپاره هند ته واستول شي وروستی شوی دی.

کرېکـټ بورډ د لومړي ځل لپاره د ۱۹ کلنو تنکیو ځوانانو د ملي لوبغاړو څخه چې په کورنیو لوبو کې ښه ځلېدي وو د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې ته د ورپيژندلو په موخه د ملي لوبډلې د روزنکو تر نظر لاندې هند ته د تمریناتو لپاره واستول شول.

د افغانستان د کرېکت بورډ د غوراوې کمېټې مشر نوروز منګل په دې اړه وویل:« د تمریناتو له بشپېړېدو وروسته، ۴۳ تنو له ډلې ۲۴ تنه یې ملي لوبډلې ته غوره کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد کرېکټ بورډ مسوولین وایي، د دغو لوبغاړو استولو څخه يي موخه د راتلونکي زیږدیز کال په نړیوال جام سیالیو کې د ښه ځلېدو لپاره ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ورپېژندل ښودل شوي دي.

د غوراوي کمېټې غړي حاجی ولي امین څرګنده کړه:«دا هغه کسان دې چې موږ فکر کوو د افغانستان د کرېکټ راتلونکي ته ښه دي. او کولای شي له ملي لوبډلې سره ښه مرسته وکړي.»

بلخوا تمه کېږي ۲۱ نور لوبغاړي د ملي لوبغاړو الف لوبډلې څخه هم دغه تمریناتي سیالیو ته چې په هند کې دوه اوونۍ دوام لري ور واستول شي.

بلخوا تمه کېږي ۲۱ نور لوبغاړي د ملي لوبغاړو د الف لوبډلې څخه هم دغه تمریناتي سیالیو ته چې په هند کې دوه اوونۍ دوام لري ور واستول شي.

شریک یي کړئ