Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې د ۲۰۰ لوبغاړو په ګډون د تکوانډو سیالۍ پیل شوې

د «جام ګل سرخ»تر نامه لاندې د ټکوانډو سیالۍ د هېواد د ۲۰۰ لوبغاړو په ګډون په مزارشریف ښار کې په لاره اچول شوې دي.

د هېواد په شمال کې د ټکوانډو فډراسیون رییس سیدبشیر رسا وايي د دغو سیالیو له ترسره کېدو څخه موخه د غوره څېرو پېژندل او سپورټ ته د ځوانانو هڅول دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې د لومړي ځل لپاره لوبغاړي په کمپيوټري توکو سمبال جامو سره لوبه کوي چې له دې لارې هغه امتیازونه چې هغو تر لاسه کوي په نېغه توګه په کمپيوټر کې ثبتېږي.

ښاغلي رسا په دې اړه وویل:«موږ غواړو چې استعدادونه پیدا کړو او غوره څېرې وپېژنو او د ځان لپاره نتیجه ګیري وکړو چې موږ په کومه کچه کې یوو.»

د یادو مالوماتو پر بنسټ،په دغو سیالیو کې ۲۵ سپورټي لوبډلې حضور لري.

په همدې حال کې،یو شمېر لوبغاړي د داشان سیالیو په لاره اچول ستایي او هغه د ځوانانو او تنکیو ځوانونو لپاره سپورټ ته د لېوالتیا په برخه کې اغېزناکه بولي.

رفیع الله چې په دغو سیالیو کې د حضور لپاره له پروان ولایت څخه راغلی وايي:«راغلي یوو چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړو،دغه سیالۍ د ځوانانو د ودې لپاره ډېرې ښې دي.»

له کابل څخه غلام علي هم وايي:«د ګل سرخ مېلې سیالیو لپاره راغلي وو دا سیالۍ ډېرې ښې دي،او په ډېره لوړه کچه کې دي.»

له هرات څخه لوبغاړی محمد په دې اړه وویل:«تراوسه چې مې لوبه کړې یوه لوبه مې ګټلې دغه سیالۍ دوام لري.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه