Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دهلمند والي: موږ به د ټاپي پروژې امینت تامین کړو

د هلمند والي میزرا خان رحیمي نن په دغه ولایت کې د یوې ناستې په ترڅ کې وویل، له ترکمنستان نه د ګازو نل لیکه چې د هلمند ولایت له ځېنو برخو نه تېريږو نو موږ چمتو یو چې د ساتنې په موخه یې امنیت ټینګ کړو.

نن د دغه ولایت اوسیدونکو، چارواکو او د ولایتي شورا غړو د ټاپي پروژې له عملي کېدو خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دې غونډه کې د هلمند والي مرکزي حکومت ته ډاډ ورکړ چې په هلمند کې به د ګازو د لېږد نل‎لیکه له هېڅ ډول امنیتي ستونزې سره مخامخ نشي.

د هلمند والي میزرا خان رحیمي څرګنده کړه:"زه د هلمند ولایت د خلکو په استازيتوب د ټاپي پروژې د عملي کيدو لپاره پوره چمتو یم او موږ له ولسمشر نه غواړو چې د هلمند ولایت د ځوانانو ګمارنې او د دغه ولایت د برښنا تامین په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي."

د هلمند ولایتي شورا مرستیال مجید اخوندزاده وویل:"د ټاپي پروژه د هېواد پر امنیت او اقتصاد اغېر لري او موږ د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان نه غواړو، هغه کسان چې غواړي تا پروژه ناکامه کړي مخه یې ونیسي."

خو د هلمند ولایت ځوانان وایې چې د دغې پروژې د عملي کار پیل سره باید حکومت هلمندي ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هلمند ولایت یو ځوان وویل:"موږ له مسوولو بنسټونو غواړو چې د دغې پروژې د عملي کېدو په برخه کې د هلمندي ځوانانو کار واخلي تر څو دوی په کار وګمارل شي."

په داسې حال کې د هلمند والي په دغه ولایت کې یادې پروژې د امنیت له تامین څخه خبر ورکوي چې افغان ځواکونه له طالبانو سره په سنګین، ګرشک، واشېر، مارجه ولسوالیو او د لښکرګاه ښار څلورمې امنیتي حوزې په سیمو کې پر جګړه بوخت دي.

د هلمند والي میزرا خان رحیمي نن په دغه ولایت کې د یوې ناستې په ترڅ کې وویل، له ترکمنستان ن

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه