Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي ګازو نل‎لیکې د کار پیل تړون وشو

د ټاپي گاز نل لیکې کمپنۍ شریکانو د پنج شنبې پر ورځ ( ۱۳۹۵ د وري ۱۹مه) د پانګونې هوکړه‎لیک د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د پټرولیم وزیرانو او د آسيا پراختیايي بانک چارواکو په شتون کې لاسلیک کړ.

دا هوکړه لیک به د طبيعي ګازو د اوږدمهاله لېږد، د افغانستان د انرژۍ د اړتیاوو ملاتړ او د ورېښمو د لارې له ګاونډيو هېوادونو سره د بیانښلولو په برخه کې مرسته وکړي.

د پانګونې هوکړه لیک د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان پروژې د بل پړاو، د طبيعي ګازو د نل‎لیکې لپاره لومړنۍ بودجه څه باندې ۲۰۰ ملیونه ډالره برابروي.

دا هوکړه لیک د انجينري، د نل‎لیکي د لورو سروېګانې، د چاپيريال او ټولنیز خونديتوب څېړنې او تدارکاتي او مالي کړنو ته بودجه برابروي؛ چې له مخې به یې د پانګونې په برخه کې مالي پرېکړه وشي او وروسته یې رغنیز چارې پیلیږي.

اټکل کېږي چې د دیادې پروژې رغنیز چارې به په درېیو کلونو کې بشپر شي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم مرستیال وزیر ښاغلي احمد جاوید سادات وویل:" د دې پروژې د بشپړېدو سره به د ټاپي نل‎لیکه د افغانستان لپاره د انرژۍ د دوامداره سرچينو په برابرولو، د پانګونې په چټکولو او د دندو په پيدا کولو کې مرسته وکړي."

هغه زیاته کړه: "د ورېښمو د لارې د ګاونډيو د شراکت نوي کولو لپاره یو نوی میکانیزم برابروي او د اقتصادي پرمختګ له لارې د سولې، ثبات او امنیت لپاره د سیمې هیلې هم څرګندوي."

د ټاپي ګازو نل‎لیکې د کار پیل تړون وشو

د ټاپي گاز نل لیکې کمپنۍ شریکانو د پنج شنبې پر ورځ ( ۱۳۹۵ د وري ۱۹مه) د پانګونې هوکړه‎لیک د ترکمنس

Thumbnail

د ټاپي گاز نل لیکې کمپنۍ شریکانو د پنج شنبې پر ورځ ( ۱۳۹۵ د وري ۱۹مه) د پانګونې هوکړه‎لیک د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د پټرولیم وزیرانو او د آسيا پراختیايي بانک چارواکو په شتون کې لاسلیک کړ.

دا هوکړه لیک به د طبيعي ګازو د اوږدمهاله لېږد، د افغانستان د انرژۍ د اړتیاوو ملاتړ او د ورېښمو د لارې له ګاونډيو هېوادونو سره د بیانښلولو په برخه کې مرسته وکړي.

د پانګونې هوکړه لیک د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان پروژې د بل پړاو، د طبيعي ګازو د نل‎لیکې لپاره لومړنۍ بودجه څه باندې ۲۰۰ ملیونه ډالره برابروي.

دا هوکړه لیک د انجينري، د نل‎لیکي د لورو سروېګانې، د چاپيريال او ټولنیز خونديتوب څېړنې او تدارکاتي او مالي کړنو ته بودجه برابروي؛ چې له مخې به یې د پانګونې په برخه کې مالي پرېکړه وشي او وروسته یې رغنیز چارې پیلیږي.

اټکل کېږي چې د دیادې پروژې رغنیز چارې به په درېیو کلونو کې بشپر شي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم مرستیال وزیر ښاغلي احمد جاوید سادات وویل:" د دې پروژې د بشپړېدو سره به د ټاپي نل‎لیکه د افغانستان لپاره د انرژۍ د دوامداره سرچينو په برابرولو، د پانګونې په چټکولو او د دندو په پيدا کولو کې مرسته وکړي."

هغه زیاته کړه: "د ورېښمو د لارې د ګاونډيو د شراکت نوي کولو لپاره یو نوی میکانیزم برابروي او د اقتصادي پرمختګ له لارې د سولې، ثبات او امنیت لپاره د سیمې هیلې هم څرګندوي."

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه