تودی خبری
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودي خبري: عبدالله: د سولې مشورتي جرګه کې ګډون نه کوم
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدلله وايي چې د سولې په مشورتي جرګه کې به ګډون ونه کړي.
ښاغلي عبدالله، ویلي چې دغه جرګه په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره ګټوره نه ده.
د ثبات او همپالنې ډلې په یوې اعلامیه کې راغلي دي چې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه له دوی سره مشوره نه ده شوې:«موږ د ثبات او همپالنې ډله، نه د ګوندونو او نه هم په دغې ډله کې د شخصیتونو په شمول او نه هم د حکومت په کچه، تر دې پړاوه د داسې غونډې د جوړېدو د مشورې لوری نه وو او په ورته وخت کې، د دغې غونډې لپاره قانع کوونکي دلایل هم نه وینوو.»
مېلمانه:
د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسراوي دارالانشا غړی، محمد حیدري
د حقوقي چارو کارپوه، سید خالد سادات
د سیاسي چارو شنوونکی، خان احمدي