تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: دعلماو ناستې په اړه د پاکستان او سولې شورا هوکړه
د سولې د دارالانشا رییس او د سولې د سیمهییز اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي په مشرۍ عمر داوودزی چې پاکستان ته تللی و، د جمعې په ورځ له غرمې مخکې بېرته کابل ته راستون شو.
د سولې عالي شورا وایي چې د پاکستاني چارواکو د ولسمشر له ځانګړي استازي سره ژمنه کړې ده چې د افغان سولې په بهیر کې به ریښتوني مرسته وکړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سولې عالي شورا ویاند، احسان طاهري
د سیاسي چارو کارپوه، شهزاده مسعود
د ارزګان د ولایتي شورا پخوانی غړی، امان الله هوتکي
د کابل پوهنتون استاد، موسی فریور