تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
تودې خبرې: د سولې په اړه د ولسمشر د څرګندونو څېړنه
ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې په ورځ کابل کې د ځوانانو او سولې په ملي غونډه کې وویل چې د سولې کلۍ په افغانستان کې ده ځکه چې حکومت د سولې لپاره طرحه لري.
له دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم ویلي وو چې د سولې کلۍ اوس د افغانانو په لاس کې ده. خو د هغه دغه څرګندونې د هېواد د سیاستوالو له غبرګونونو سره مخ شوي او هغوی ویلي چې د سولې کلۍ کابل کې نه بلکې پاکستان کې ده.