تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: له افغان چارواکو سره د پاکستان لومړي وزير لیدنه
د پاکستان لومړي، د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار کابل کې د حکومت له مشرانو سره لیدنه کړې ده.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د ډیورنډ کرښې غاړه کې د پاکستان سرغړونو په اړه پاکستاني چارواکو سره په جدي ډول خبرې کړې دي.
په دې خپرونه کې کوربه ذبیح سادات پر همدې موضوع خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د حق عدالت ګوند د تشکیلاتو رئيس، حبیبالله جانبدار
د ولسي جرګې غړی، داوود کلکاني
د قبایلو سراسري شورا رئیس، زرجان شینواری
د سیاسي چارو کارپوه، قاضي محمد حسن حقیار