تودی خبری
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: پاکستان امریکا له طالبانو سره خبرو اترو ته راغواړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، خواجه آصف وايي چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ادرې به غوښتنه وکړي، تر څو خپله پوځي تګلارې یوې خوا ته کړي او له طالبانو سره د افغانستان کړکېچ هوارۍ په موخه خبرې اترې وکړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د چارو ادارې د اړیکو مسوؤل، میاگل وثیق
پوځي کارپوه، جنرال طاهر یرغل
د سیاسي چارو کارپوه، حبیب الله هوتک
د نړیوالو اړیکو کارپوه، سید انتظار خادم