تودې خبرې: پېژندپاڼو پرکاپي د سټيکرو لګولو په اړه مخالفتونه
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دوه مرستیالان او یو غړی د تذکرو پر کاپي د سټیکرو لګولو پرېکړه غیرقانوني عمل بولي. دوی وايي چې د کمېسیون رئیس او ولسمشر په یوازې توګه دا پرېکړه کړې ده.
د دغه کمیسیون غړي د کمرې پر مخ څه نه وايي خو زیاتوي چې دا پریکړه د ټاکنو کمیسیون رییس او ولسمشر کړې ده. دوی زیاتوی له دې طرحې سره یوازې د ټاکنو کمیسیون رییس او یو غړی موافق دي، نورو رد کړې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغه پریکړه لیک له مخې چې طلوعنیوز ته رسېدلې د دغه کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي، اداري او مالي مرستیال معاذالله دولتي، د ټاکنو کمیسیون غړي عبدالقادر قریشي او ملیحه حسن چې په دغه پریکړه لیک کې یې لاسلیک کړی دی.
په دې خپرونه کې کوربه نعمت پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د افغانستان خلکو محور غړی، محمد عارف کیاني
د افغانستان ټاکنو بنسټ غړی، شاه محمود مل
د مشرانو جرګې غړی، ډاکټر زلمی زابلي
ولسمشرۍ مانۍ کې سلاکار، نبي مصداق