Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیت ټینګښت او بنسټيزو برخو کې د ملي یووالي حکومت پر پاتې راتلو نیوکې

د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د امینت ټینګښت، د بنسټونو جوړول، له فساد سره د مبارزې او اقتصادي پراختیا په برخه کې پاتې راغلی دی.

د مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي چې د حکومت مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ دی او مشران یې نه دي توانیدلي چې خپل منځي اختلافات هوار کړي.

د مسعود شهید بنسټ رئیس، احمدولي مسعود وايي: «هره ورځ امنیتي حالت کړکېچن کېږي، زرګونه ځوانان ځي، سلګونه زره نور ځوانان بې‎برخلیکه دي د حکومت د ننه فساد زیات شوی دی.»

د جګړې مدیریت څرنګوالی او د هېواد په ډېرو برخو کې د جګړو پراختیا تل ستونزې رامنځته کړې دي، خو ولي په دې دوو کلونو کې حکومت د دې ستونزو مخه نه ده نیولې.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، محمد رادمنش څرګندوي: «یقینآ چې موږ مرګ‎ژوبله درلوده خو موږ ورو ورو سمبالیږو او د ګواښونو شنډولو لپاره مو تابیاوې نیولې دي او ګټنه یې هم روښانه وه.»

په همدې حال کې داسې اندونه هم شته چې که د ملي یووالي حکومت په امنیتي او اقتصادي برخو کې لازمه پاملرنه ونه کړي، نو پر حکومت به د خلکو باورونه کم شي.

د سیاسي چارو کارپوه، هارون میر په دې اړه وايي: «اداري فساد او د ښې حکومتولی شتون نه یوازې په کابل بلکې په ولایتونو کې هم ډېره ښکاري او دا په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره اساسي موضوع ده.»

اوس‎مهال د ملي یوالي له حکومت څخه د خلکو غوښتنه د جګړې پایته رسول، د اقتصادي حالت ښه کول، له فساد کوونکو سره جدي مبارزه، د ټاکنیزو سموونو رامنځته کول او په مساوي توګه د قانون پلي کول دي.

د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د امینت ټینګښت، د بنسټونو جوړول، له فساد سره د مبارزې او ا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه