Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا؛ کلیفورنیا کې اور لګېدنې اوه زره کورونه سوځولي

د امریکا متحده ایالتونو کې د کلیفورنیا ایالت چارواکو نن (پنجنشنبه، ۲۴لړم) وویل، پردایز ښار بشپړ سوځېدلی او پوره بیا رغونې ته اړتیا لري. 

هغوی زیاتوي دا ښار به بېرته خپل حال راګرځېدلو ته څو کاله وخت ونیسي. 

کلیفورنیا کې له اور نه تښتېدلي خلک  وايي بد حالت پرې راغلی دی، د متي فلنګن په نوم یو تن تښتېدلی کس وايي: «زه چې دلته خېمه کې وم، هیڅوک نه و، خو اوس بد حال دی، اوس دلته سخت ډېر زیان ځپلي دي چې له کورنیو سره راغلي.»

دوی ټينګار کوي چې ژر بېرته خپلو مېنو ته لاړ شي، خو حکومت ورته ویلي چې باید شپږ میاشتې صبر وکړي. 

سوزن کاکسونین یو بل بې ځایه شوی کس دی: «زه یوازې غواړم چې بېرته مې کورته لاړ شم، زه شپږ میاشتې انتظار نه شم کولی، دا راته سخته ده.»

د دې اورلګېدنې نږدې اته ورځې پوره کېږي، تېره اوونۍ همدا ورځ اور ګلېدنه پیل شو چې لا هم روانه ده. 

د دې پېښې له امله تر ۳۷زره هکتاره ډېره ځمکه سوځېدلې او تر اوه زره کورونو ډېر وران شوي دي. 

دا اور لګېدنه تېره پنجشنه پیل شوې، چې لا هم روانه ده او پکې تر ۳۷زره هکتاره ډېره ځمکه سوځېدلې او تر اوه زره کورونو ډېر وران شوي دي. 

شریک یي کړئ