Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي چارواکي: امریکا د کشمیر پېښې له نږدې څاري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۴مه) وايي چې دا هېواد په کشمیر کې وروستۍ پېښې له نږدې تر نظر لاندې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګان اورټګاس په دې اړه وویل:«موږ د نیولو په اړه رپوټونو، د کسي (فردي) درناوي او د زیانمنو ټولنو له کسانو سره د خبرو اترو په اړه اندېښمن یوو.»

هغه زیاتوي:«موږ له ټولو لورو غواړو چې سوله او ټيکاو حفظ کړي.»

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوټرش د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په اړه د وروستۍ شخړې په غبرګون کې له دواړو لورو غواړي چې له زغم کار واخلي.

هغه زیاه کړه چې یوازې دخبرو اترو له لارې شونې ده دا اختلافونه او شخړې حل شي.

د هند حکومت تېره ورځ د دغه هېواد د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې له لغوه کېدو سره، د کشمیر ځانګړی وضعیت یې پای ته ورسوه .

د هند حکومت وايي چې د جمو او کشمیر ایالت به په دوه برخو تقسیم کړي.

د هند د اساسي قانون د۳۷۰ مادې پر بنسټ، د کشمیر ځانګړی وضعیت په دې مانا دی چې دا سیمه نیمه خودمختاره ده او له بهرنهیو اړیکو او ستر اقتصادي وضعیت پرته باید د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې وي.

خو پاکستان چې د کشمیر د مالکیت پر سر اختلاف لري، د هند دا کارونه ناقانوني ګڼي او هغه غندي.

د هند د ولسمشر له خوا د کشمیر د ځانګړي وضعیت له لغوه کېدو وروسته، په کشمیر کې د هندي ځواکونو شمېر زیاد کړل شو.

هند کابو لس زره سرتېري کشمیر ته استولي او داسې رپوټونه هم شته چې دلته انټرنېټي خدمتونه بند شوي دي.

خبري اژانسونو هم رپوټونه خپاره کړي دي چې د کشمیر په ځينو برخو کې د ځينو کسانو د نیولو لپاره عملیاتونه په لاره اچول شوي دي. 

د هند حکومت تېره ورځ د دغه هېواد د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې له لغوه کېدو سره، د کشمیر ځانګړی وضعیت یې پای ته ورسوه.

شریک یي کړئ