د اسوشیتډپرس خبري اژانس په یوه رپوټ کې چې د پنجشنبې پر ماښام یې خپور کړی وايي چې د امریکا متحده ایالت افغانستان ته ۴ زره نور سرتېري استوي.
اسوشیتډ پرس د امریکا متحده ایالتو د چارواکو په حواله ویلي چې د دغه هېواد ملي دفاع وزیر پرېکړه کړې ترڅو افغانستان ته ۴ زره نور پوځیان واستوي.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د ځینو امریکايي چارواکو له خولې لیکي چې ټاکل شوې ده په دې اړه وروستۍ پرېکړه تر راتلونکو څو ورځو اعلان شي.
په افغانستان کې د داعش ډلې او طالبانو له امله د ګواښونو زیاتېدل د دغه هېواد په جګړه کې د امریکايي ځواکونو حضور جدي کړی دی.
ولسمشر ټرمپ د سېشنبي په ورځ افغانستان ته د امریکايي پوځیانو د لېږد پرېکړه د ملي دفاع وزارت ته پرېښوده.
دمګړۍ په افغانستان کې ۱۴ زره بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور لري چې کابو ۹ زره یې امریکايي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس، په یوې اعلامیه کې چې ناوخته چهارشنبې (د غبرګولي په ۲۴ مه)خپره شوه، ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد ملي دفاع وزارت ته واک ورکړی ترڅو په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تعیین کړي.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي دي:«د امریکا متحده ایالاتو او د هغه د تړنوالو او شریکانو پوځي هوښیارۍ او مهارتونو، د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر د ۱۱ په کچه د سترو پېښو مخنیوی کړی دی.»
خو هغه زیاته کړه چې تراوسه هم ګواښ شته او د دغو ګواښونو لیرې کول د ترهګرو سازمانونو د ماتې لپاره ژمنې ته اړتیا لري، چې امریکا، نور هېوادونه او د افغانستان خلک ګواښي.
په دغه اعلامیه کې د داعش ډلې د خراسان څانګه، القاعده او نورو ترهګرې ډولې په افغانستان کې د دغو ګواښونو د بېلګو په توګه یادونه شوې ده. همدارنګه ویل کېږي چې د افغانستان منتخب او ډموکراټیک حکومت د طالبانو له خوا له ازموینې سره مخ دی.