Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا خپل پوځي ځواکونه سعودي عربستان ته استوي

د سعودي عربستان د تېلو پر چاڼ‎ځایونو له برید وروسته، د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې څو د دغه هېواد ځينې ځواکونه سعودي عربستان ته واستوي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر مایک اسپر د هغو ځواکونو شمېر چې غواړي عربستان او د فارس خلیج ته واستوي اعلان کړی نه دی؛ خو ویلي یې دي چې په عربستان کې د دغو ځواکونو ځای پر ځای کول یو دفاعي اقدام دی.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ سعودي عربستان ته د ځواکونو د استولو غوښتنه تایید کړه. ټرمپ ویلي چې امریکايي ځواکونه د سعودي عربستان د دفاعي سیسټم د پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته استول کېږي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې دغه ځواکونه، د سعودي عربستان په غوښتنه دغه هېواد ته استولي دي:«د سعودي عربستان په غوښتنه، ولسمشرۍ دغه هېواد ته د ځواکونو استول تایید کړل - هغه ځواکونه چې دفاعي حالت به ولري او سملاسي به پر هوايي او توغندويي دفاع باندې تمرکز وشي.»

امریکا او سعودي عربستان، ایران د عربستان د تېلو پر چاڼ‎ځایونو باندې د تېرې اوونۍ د بریدونو مسوول ګڼي.

خو ایران دا تورونه ردوي او د هغه مسوولیت د یمن حوثي بلواګرو منلی دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې دا ځواکونه د سعودي عربستان په غوښتنه دغه هېواد ته استول کېږي.

شریک یي کړئ