Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د اف۱۶ پاکستاني جنګي الوتکو د سمبالتیا لپاره هوکړه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو د امنیتي همکاریو اژانس اعلان کړی، چې دغه هېواد د اف ۱۶ جنګي پاکستاني الوتکو لپاره د تجهیزاتو او فني خدماتو له پلور سره هوکړه کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون)، پاکستان ته د ۱۲۵ مېلیون ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلور د خپلې پرېکړې د تصویب لپاره د امریکا کنګرې ته خبر ورکړ.

دا پوځي تجهیزات، پاکستاني اف ۱۶ جنګي الوتکې د شپې او ورځې څار ته جوګه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي:«د هغې امنیتي مرستې په ځنډېدو کې چې د ولسمشر لخوا په ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې اعلان شوی و، هېڅ بدلون نه دی راغلی؛ لکه څرنګه چې ولسمشر په دغې اوونۍ کې څرګنده کړه، موږ کولای شو د خپلو اړیکو له زیاتوالي سره د خپلو امنیتي مرستو پروګرامونه د بېرته پيل لپاره لحاظ وکړو.»

واشنګټن د ۲۰۱۸ز کال په لومړیو کې پر پاکستان خپل پوځي مرستې له هغې وروسته ودرولې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر امریکا تور پورې کړ چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې امریکا ته یوازې دروغ او دوکه ورکړې ده.

شریک یي کړئ