Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا د ایران پر مرکزي بانک بندیز ولګوه

د واشنګټن او تهران ترمنځ د شخړو په لړ کې، امریکا، د ایران په مرکزي بانګ او دوه نورو مالي بنسټونو بندیز ولګوه.

په دې ترتیب سره، شرکتونه، بنسټونه او امریکايي وګړي د ایران له مرکزي بانک او هغو مالي بنسټونو سره چې پرې بندیز لګول شوی د معاملې حق نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه بندیزونو له اعلان سره پر تهران د ډېرو فشارو په راوړلو ټينګار کوي:«دا تر ټولو سخت بندیزونه دي چې تراوسه پر یوه هېواد لګول کېږي. موږ د بندیزونو په هغه پړاو کې یوو چې له دې مخکې ایران نه و لیدلي. نن موږ د ایران پر مرکزي بانک بندیز ولګوه او وبه وینو چې هغوی نه یوازې له موږ سره، بلکې دننه په خپل هېواد کې هم ستونزې لري، هغه ستونزې چې په خپله یې رامنځته کړې دي. خو موږ په نړۍ کې تر ټولو ځواکمنه اردو یوو او ایران به زموږ لپاره اسانه پرېکړه وي.»

ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا خپل پوځي ګواښونه تکرار کړل او پر ایران یې ګواښونه کارنده وبلل:«فکر کوم چې بندیزونه کار کوي او ځواکونه به هم کارنده وي. خو له پوځ څخه استفاده به، د بریا تر ټولو سخته طریقه وي. خو موږ یې ګټو. هېڅوک نه شي کولای له پوځي اړخه پر موږ بریالي شي، دغه کار ته حتا څوک نږدې کېدای هم نه‎شي.»

د ایران پر مرکزي بانک، تېر کال هم بندیز لګېدلی و؛ خو امریکايي چارواکي وايي چې پر دغه بانګ د بندیزونو زیاتوالی، د ایران د سپاه پاسداران او همدارنګه د لبنان د حزب‎الله څخه د مالي ملاتړ له امله شوی دی.

په ورته‎مهال په لبنان کې د «جمال ترست» باتک هم د امریکا د بندیزونو له امله تړل شوی دی. تېره میاشت امریکې پر دغه بانک تور پورې کړ چې دغه بانک له حزب‎الله څخه مالي ملاتړ کوي.

جمال ترسټ بانک دا تورونه ردوي او وايي چې یو مېلیارد ډالر پانګه‎ یې لرله.

ایران هم له دې مخکې ټینګار کړی چې د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو په وړاندې به مقاومت وکړي.  

ایران، د امریکا متحده ایالاتو بندیزونه یو اړخیزه او اقتصادي ترهګري بللي دي.

شریک یي کړئ