Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د ایران په بریدونو کې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې

ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتونو استازې، نیکي هېلي ویلي دي په هر ځای کې چې ترهګریز بریدونه ترسره کېږي، واشنګټن یې غندي.
 
هیلي تېره ورځ(یک شنبې د تلې په لومړۍ نیټه) وویل دامریکا متحده ایالاتونه د ایران په اهواز ښار کې په مرګوني برید کې لاس نه لري. هغې څرګنده کړه چې ایراني مشران باید د دې پېښې پر لاملونو د پوهېدو لپاره خپل چلند ته کتنه وکړي.

 څلورو بریدګرو د شنبې په ورځ د ایران او عراق تر مینځ د جګړې د پیل د کلیزې په مناسبت  پر جوړ شوي پوځي پرېډ برید وکړ. په دې برید کې ۲۹ کسان ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شول.

په همدې حال کې تېره ورځ د ایران ولسمشر مخکې له دې چې د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته ولاړ شي وویل «د سیمې یو شمېر کوچنيو مزدورو هېوادونو چې امریکا یې هڅوي په دې برید کې لاس درلود»

د روېټرز د راپور له مخې، نیکي هېلي سی ان ان ته د روحاني په ځواب کې ویلي دي:«هغه(روحاني) هر څومره چې غواړي موږ دې ګرم وبولي، خو باید ځان هېنداره کې وګوري.»

د هغې په وینا، روحاني د داسې یوه حکومت استازی دی چې له ډېرې مودې راهیسې د ایراني ولس په ځپلو بوخت دی.
 
له دې مخکې د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي د دغه برید په اړه ویلي وو:« د  امریکا  متحدو ایلاتونو په لاسپوڅو دولتونو پورې اړوندو ترهګرو چې په سیمه کې د بشري حقونو د خوندیتوب ادعا کوي، دغه برید ترسره کړی دی.‎»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وه چې دغه برید به بې ځوابه نه پرېږدي. 

د دغه برید مسوولیت د اهوازخوځښت ډلې  چې وایي په ایران کې د عربانو د آزادۍ لپاره جنګېږي، پر غاړه اخیستی. په همدې حال کې داعش ډلې هم په یوه اعلامیه کې د دغه برید مسوولیت منلی.

ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتونو استازې وايي واشنګټن هر ځای کې چې وي، ترهګریز بریدونه غندي

شریک یي کړئ