د عرب خبریال جما خاشقجي د قتل په اړه د نیویارک ټایمز راپور د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او پخپله ډونالډ ټرمپ له لوري لا وختي بلل شوی دی.
نیویارک ټایمز د سي آی اې په حواله ویلي، سعودي عربستان کې هېڅ کار د ولیعهد، محمد بن سلمان له اجازې پرته نه ترسره کېږي او د سعودي عربستان خبریال، جمال خاشقجي د دې هېواد د ولیعهد په سپارښتنه وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې محمد بن سلمان په خپلو ټلفوني خبرو کې غوښتنه کړې وه چې خاشقجي سعودي ته ورولېږدول شي.
سعودي عربستان کې یو لوړپوړی چارواکی چې د شاهي محکمې د غړو معلوماتو ته لاسرسی لري ویلي دي چې د محمد بن سلمان سلاکار، القحطاني له خاشقجي سره یو ځل لفظي شخړه کړې وه چې هغه ته یې کنځلې کړې وي او د خاشقجي له مقابل ځواب سره مخامخ شوی دی.
په ورته وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا راپورونه بې اساسه بولي: «هغه راپورونه چې ګواکې متحده ایالاتو د خاشقجي د قتل په اړه وروستۍ پایلې لرلې دي، بې اساسه دي.»
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (شنبه، د لړم ۲۶مه) وویل چې په دې اړه وروستۍ پایلې لا هم وخت ته اړتیا لري، هغه وویل: «د سهشنبې راپور به په ډاګه کړي چې خاشقجي چا وژلی؟»
جمال خاشقجي چې د عربستان حکومت منتقد خبریال یادېده، د تلې میاشتې په لومړیو کې په ترکيه کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته له ننوتلو وروسته لادرکه شو، چې نږدې میاشت وروسته يې وژنه ومنل شوه.