Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: د خاشقجي په وژنه کې د ولیعهد د ښکېلتیا اسناد نه لرو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، وايي داسي هیڅ شواهد په لاس کې نه لري، چې د عرب خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې د محمد بن سلمان ښکېلتیا ثابته کړي. 

نوموړي دا څرګندونې پرون وروسته له هغه رسنیو سره شریکې کړي، چې وړاندې تر دې رویټرز ویلي، د پنټاګون او د پومپیو د پر دې تر شا اندېښنه ښوودلې چې د خاشقجي د قتل له امله د امریکا او سعودي کمزوري اړیکې به ملي امنیت وګواښي.

هغه ویلي واشنګټن نه غواړي چې له سعودي عربستان سره خپلې اقتصادي اړيکې خرابې کړي. 

د امریکا متحده ایالاتو استخباراتو څه موده وړاندې داسې راپور ورکړ، چې محمد بن سلمان د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژنې امر کړی دی. 

ډونالډ ټرمپ د شاوخوا لس ورځې وړاندې (د نوومبر شلمه) پرخپلو استخباراتو نیوکه کړې، چې قطعي څه شی په لاس کې نه لري: «واقعیت دا دی، چې ښايي هغه په دې موضوع کې لاس ولري، یانه؛ خو تاسې ایران ته وګورئ ډېر بد لوبغاړی دی، وګورئ چې په سوریه کې له بشارالاسد سره څه شوي، سلګونه زره تنه وژل شوي، موږ له سعودي عربستان سره یو.»

جمال خاشقجي عرب خبریال و، چې د سعودي حکومت منتقد بلل کېده، هغه نږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې ترکیه کې د عربستان قونسلګرۍ ته ننوت او ورک شو، چې میاشت وروسته يې عرب چارواکو وژنه ومنله. 
 
شریک یي کړئ