Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووته

امریکا متحده ایالاتونو تېره ورځ(سې‎شنبې د غبرګولي۲۹مه(د ملګرو ملتونو له شورا ووته، واشنګټن د دي شورا له وتو لامل بې‎پري عمل بللی.

امریکا تېر کال ویلي وه، د بشري حقونو سازمان د اسراییلو پر ضد کارونه کوي، ځکه نو دوی په کې د خپل غړیتوب په تړاو غور کوي.

اوس چې امریکا له دغه سازمانه وتلې، په اړه یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ویلي، د واشنګټن دې کار سخته ناهیلی کړی دی.

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې، نیکي هیلي دا پرېکړه واشنګټن کې په یوې خبرې ناسته کې اعلان کړه.‌  د د خبرې د اعلان پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو هم هیلي ترڅنګ ولاړ وه.‌

نیکي هیلي په ایران کې د تېر کال اعتراضونو ته په اشارې سره وویل:‌«په ډسمبر او جنورۍ میاشتو کې چې د ایران حکومت سلګونه وګړي مازې د هغوی د نظرونو څرګندولو له کبله ووژل او ونیول، دغې شورا هېڅ غبرګون ونه ښود.»

نوموړې زیاته کړه:«کله چې په اصطلاح د بشر حقونو شورا وینزوېلا او ایران کې ښکاره سرغړونه(بشري حقونو څخه) نه شي ارزولی او د کانګو دیموکراټیک جمهوریت د یوه غړي په توګه مني، خپل ارزښت له لاسه ورکوي.»

نیکي هیلي د بشر حقونو شورا د اسرائیلو ضد دښمنیو تورنه کړه او زیاته یې کړه چې دغه بنسټ کې خپل غړی‎توب ارزوي.

مېرمن هیلي همدراز زیاته کړه چې دې شورا په روان زیږدیز کال کې ۵ د اسرائیلو ضد پرېکړهلیکونه تصویب کړي دي:«دې بنسټ د شمالي کوریا، سوریې او ایران په پرتله پنځه برابره زیات د اسرائيلو په اړه.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د امریکا متحده ایالاتونو دا پرېکړه نا هیلي کوونکې بولي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش د دې پرېکړې په غبرګون کې د خبر پاڼې په ترڅ کې څرګنده کړې ده:«عمومي منشي ډېره غوره بولي چې امریکا د بشر حقونو په دې شورا کې پاتې شي. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو جوړښت د نړۍ په هر ګوټ‌کې د بشر حقونو د دودولو او دفاع کې مهم رول لوبوي.»

مېرمن هېلې کابو دوه اوونۍ مخکې د سوئیس په ژنیو ښار کې د بشري حقونو دوره یې ناسته کې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د اسرائیلو ضد دریځ لري او زیاته کړې یې وه چې ټرمپ په دې شورا کې د دوی غړیتوب څېړي.

د ایران پاریس اقلیم بدلون او ایران سره د لویدیځ هستوي هوکړې وروسته، امریکا متحده ایالاتونه په خپل وروستي ګام کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووته

شریک یي کړئ