Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو الوتنې بندوي

امریکا متحده ایالات وايي دغه هېواد کې د د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو الوتنې بندوي.

مخکې له دې لسګونو نورو هېوادونو د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو الوتنې بندې کړې وې، خو امریکا ویلي وو چې دوی به د یادو الوتکو الوتنې بندې نه کړي.

په همدې حال کې د بوئینګ شرکت هم ویلي دي چې ټوله نړۍ کې به د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو الوتنې ودروي.

په داسې حال کې چې مخکې یې ویلي وو دا شرکت نشي کولی د شته مالوماتو  پر اساس د الوتکو د نه  کارولو حکم وکړي.

په همدې حال کې انګلیس، چین، آسترالیا، سویلي افریقا، ارجنتاین، اروپا کې ایرلند، آلمان، ایتالیا، اتریش او هالند همداراز امارات، ترکیه، هند او عمان هم له هغو هېوادونو دي چې د د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو د نه کارونې پرېکړه یې کړې ده او یو شمېرو یې الوتنې بندې کړې هم دي.

اوس مهال کاناډا دوه هغه هېوادونه دي چې ډېرې د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو الوتکې کاروي.

په داسې حال کې چې بوئینګ شرکت هڅه کوي خپلې الوتکې امنې ښکاره کړي، خو دا اوونۍ یې د امریکا بورس بازار کې اسهام ۱۱ سلنه راښکته شوي دي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې روانه اوونۍ کې د اتوپیا دولتي شرکت د ۷۳۷مکس۸ بوئینګ الوتکو چې کنیا ته پر لاره وه نسکوره شوه او ۱۵۷ تنه سورلۍ یې ووژل شوه.

په همدې حال کې د بوئینګ شرکت هم ویلي دي چې ټوله نړۍ کې به د ۷۳۷ مکس ۸ بوئینګ الوتکو الوتنې ودروي

شریک یي کړئ