Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا سوریې ته پر دې هېواد د نورو بریدونو خبرداری ورکړ

امریکا متحده ایالاتونه ګواښ کوي چې چمتو ده پر سوریې لا نور بریدونه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتونو استازې، نیکي هيلې ویلي دی چې هېواد به یې د کیمیاوي بریدونو پر وړاندې چپ پاټې نشي.

هيلې زیاته کړه:«د امریکا متحده ایالاتونو تېره شپه پر ځای ګام پورته کړ، موږ چمتو یوو چې نور ګامونه هم پورته کړو؛ خو هیله لرو چې دې کار ته اړتیا پیدا نشي. اوس یې وخت دی چې هېوادونه په سوریه کې روان تاوتریخوالي ته د پای‎ ټکی کېږدي او سیاسي حل‎لار ورته ومومي.»

روسیه په سوریه کې کیمیاوي برید د دې هېواد د پوځ کار نه بولي او د حمص ولایت پر الشعیرات اډې د امریکا پر بریدونو سخته نیوکه کوي.

خو د په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې زیاتوي:«شاید روسیه پوهېږي او اجازه ورکوی چې په سوریې کې کیمیاوي وسلې پاتې شي. شاید د روسیې حکومت د کیمیاوي وسلو په له منځه وړو کې ناغېړي کړې وي او یا هم د اسد حکومت روسیه غولولې وي.»

خو روسیه او ایران د سوریې ځواکونو پر هوايي ډګر د امریکا پر بریدونو سخته نیوکه کوي او هغه غیرقانوني بولي.

روسیې مخکې له دې ګواښ کړی وه چې دا بریدونه کولی شي د واشنګټن او مسکو اړیکې خړې کړي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر، ولادمیر سافرونکوف څرګندوي:«موږ دا بریدونه د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول او یو تېری بولو. موږ د امریکا دا غیرقانوني کړنه غندو. د دې کار پایلې د سیمې او نړۍ لپاره ښایې خطرناکې وي.»

سوریې مخکې له دې ویلي وو چې کیمیاوي برید دوی نه دی کړی او دا د مخالفو‎وسله‎وال لخوا شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې د سفیر مرستیال د امریکا پر بریدونو له نیوکې سره وویل:«د امریکا متحده ایالاتونه پر سوریې خپل تېری له غلطو مالوماتو سره توجیه کوي او د النصرې ترهګرې ډلې له مالوماتو کار اخلي. دا برید ښکاره کوي چې امریکا به خپل سیاستونه بدل نکړي. امریکا غواړي چې خلک ورته په ګنډو شي.»

د سوریې پر الشعیرات اډې د امریکا بریدونو د برېټانیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو ملاتړ هم له ځانه سره درلود.
 
په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتونو استازې، نیکي هيلې ویلي دی چې هېواد به یې د کیمیاوي بریدونو پر وړاندې چپ پاټې نشي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه