Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا فلورانس توپان کې اته کسان ووژل شول

د امریکا متحده ایالاتونو په ختیځو برخو کې د فلورانس مرګونی توپان لا هم دوام لري او تر اوسه یې په دې برخو کې د اتو کسانو ژوند اخیستی. چارواکي په وژل شویو کې د یوه ماشوم وژنه هم تائيد کړې ده.

د توپان په ترڅ کې کابو څلور زره کورونه وران شوي دي.

امریکايي چارواکي وايي چې د شمالي کارولینا په یو شمېر برخو کې به کابو یو متر باران ووریږي.

اوس مهال د ښار ډېر شمېر سرکونه بند دي او خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

د وړاندوینې ادارې د مالوماتو له مخې ښایې بارانونه تر څو راتلونکو ورځو پورې دوام وکړي.

د فلورانس توپان چې له باد سره په ساعت کې ۱۵۰ کیلومتره چټکتیا لري د جمعې پر ورځ د امریکا ختیځو سیمو ته ورسید.

دا په داسې حالکې ده چې شمالي او سویلي کارولینا ایالتونو کې بنسټيزې آسانتیاوې له ستونزو سره مخامخ شوي او زیان یې لیدلیدی.

که څه هم اوس مهال د توپان چټکتیا د سیندونو توپان په پرتله کمه شوې ده، خو لاهم دروند توپان بلل کېږي.

د فلورانس توپان له کبله کابو د لسو میلیونو کسانو ژوند اغېزمن کړی دی. د امریکا یو میلیون ساحلي سیمو اوسيدونکو غوښتل شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي.

امریکايي چارواکي خبرداری ورکوي چې توپان د کمزوري کېدو سره سره بیا هم تر راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د امریکا ختیځو ایالاتونو اوسېدونکوته ګواښ بلل کېږي

شریک یي کړئ