د امریکا متحده ایالاتو د خزانهداری وزارت پر ایران د تازه بندیزونو له لګولو خبر ورکوي. یاد وزارت وايي دا بندیزونه په یو شمېر بنسټونو او اشخاصو لګول شوي دي.
یاد وزارت څرګندوي چې پر یادو کسانو د ایران دفاع وزارت او سپاه پاسدارانو ته د ډالرو او یورو لیږد په ټور بندیزونه لګول شوي دي.
د امریکايي چارواکو په وینا د یادو بنسټونو او اشخاصو نه کابو یو میلیونه ډالره د ایران پاسدارانو سپاه او دفاع وزارت ته ګټه رسېده.
د امریکا متحده ایالاتو د خزانهدارۍ وزارت په دې باور دی چې د ایران د حکومت یوه داسې شبکه یې په نښه کړې ده چې پر دې هېواد د فشارونو له زیاتوالي سره سره، د ایران حکومت پرې تکیه کوله.
د امریکا د خزانهدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ په ایران، ترکیې او عربي متحده اماراتو کې د ایران د شرکتونو یوه پراخه شبکه په نښه او د مختل کولو موخه یې لرو، د ایران حکومت د کابو یوه میلیارډو ډالرو د ځای پر ځای کولو به موخه له د شبکې کار اخیستو.»
پر هغو بنسټونو چې بندیزونه لګول شوي دي د څو بانکونو، د اقتصادي موسسو لکه د انصارو بانک، د اطلس صرافۍ او د ایرانیان اطلس شرکت نوم لیدل کېږي.
د امریکا د خزانه دارۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په عربي متحده اماراتو کې د څو شرکتونو نه د پیسو ادا کولو او همداراز د نقلیه وسایلو د لیږد په موخه کار اخیستل شوی دی.
اوس مهار پر ایران د امریکا متحده ایالاتو سخت بندیزونه دي، واشنګټن ټینګار کوي چې دا بندیزونه به لا زیات کړي.